د پاکستان د سند صوبې په حېدراباد ښار کې د خامو شرابو د څښلو له کبله څلور تنه مړه شوي

روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، په پاکستان کې د ګرځبندیز او ښاربندیز پر مهال شراب خونې هم تړل شوې دي. خو اوس نشه‌یانو د نشې ګولیو، د طبي سپرېټو څښلو او ځينو نورو بیا په کور کې جوړېدونکو نشو ته مخه کړې ده. د ګرځبندیز له کبله مېخانې بندې دي. ځکه مو له ښاره سپرېټ راواخیستل، اوبه مو ور سره ګډې کړې او چې څنګه مو د ازمویلو لپاره غوړپ ترې وکړ، طبیعت يې را خراب کړ.
 
د مالوماتو له مخې په دغه ایالت کې ۲۱ داسې مرکزونه شته چې مېخانو، هوټلونو او ځينو غونډو او مجلسونو ته شراب رسوي.هلته ټولټال نږدې ۱۶۰ داسې مېخانې شته چې د حکومت له لوري قانوني جواز ورکړل شوی دی. تر ډېره دغه شراب خونې د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې دي. هلته په نامسلمانانو هم شراب خرڅول کېږي.
 
دا پېښه تېره اونۍ د پاکستان د سند صوبې په حېدراباد ښار کې شوې. خلک هله پرې خبر شول چې د خامو شرابو د څښلو له کبله پنځه تنه د دغه ایالت ملکي روغتون ته ور وړل شول، خو هلته د رسېدو پر مهال د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه مړه شوي وو.