افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړیږي

روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، یونیسف په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خوړو د نړیوال بحران په اړه په خپل راپور کې یمن او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت خوړو د بحران په برخه کې د لومړي او دوهم هیوادونو په توګه یاد کړي دي .یونیسف په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خوړو د نړیوال بحران په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړیږي چې په دغه شمیر کې شاوخوا ۷۰۰ زره یې په عاجل ډول غذایي مرستې ته اړتیا لري.
 
همداشان د اروپايي ټولنې د دغه چارواکي د وینا له مخې د دې سر بیره پر دي، د ناروغۍ د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه وضع شوی محدودیتونو د ادامې له امله، ډیر شمیر کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړی او لازام او با کیفیته غذایی توکو ته لاسرسی نه لري چې دا به په ځانګړي ډول پر ماشومانو باندې ناوړه اغیزې ولري.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په دغه راپور کې ویلي چې افغانستان د ۱۱.۳ میلیونو ماشومانو په درلودلو سره په نړۍ کې درییم هیواد دی چې ماشومان یې په ډیرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو ستونزې سره مخ دي.
 
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنی د بشري مرستو مسؤل لویجي پانډولوفي وايي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۱۴ نېټې څخه د ښوونځیو په تړل کېدو سره، له ۹.۵ میلیون ډېر ماشومان په عادي ښوونځیو او ۵۰۰.۰۰۰ نور ماشومان د محلي زده کړو په ښوونځیو کې له عادي مهالوېش سره سم د زده کړو له دوامه پاتې شوي دي.