د هند د مرسته شوي ۷۵زره ټنه غمنو، ۵ زره ټنه هرات ته را ورسېدل 

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، د هرات ولايتي مسوولين وايي چې د چابهار بندر له لارې د هندوستان هېواد د مرسته شوي غنمو لومړۍ بسته چې پنځه زره ټنه غنم دي هرات ولايت ته ورسېدل. 

د افغان حکومت مسوولين وايي چې دغه غنم به د هرات، قندهار، کابل، بغلان او بلخ ولايتونو دولتي سيلوګانو له لوري د کرونا ويروس په ځپل شوي ووېشل شي. 

هندوستان افغان حکومت سره د کرونا ويروس د مبارزې برخه کې ۷۵ زره ټنه غنمو مرستې ويلي دي چې پاتې به يې هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږي.