کرونا ويروس په هالېوډ سېنما کې

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، تر نن ورځې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې دوه مېلېونه او شپږه سوه زره کسان په کوېډ-۱۹ ويروس ککړ شوي دي. له يو لک او ۸۳ زره ډېر کسان تر اوسه په نړيواله کچه د کوېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي. 

نړۍ کې د عامو وګړو ترڅنګ، سياسي څېرې، د هېوادونو لوړپوړي چارواکي، فلمي ستورې، د سپورټ برخې لوبغاړي او ځيني نور مشهور کسان هم په دې ويروس اخته شوي دي او يا هم ژوند له لاسه ورکړی دی. 

تام هنکس  او د هغې ميرمن  ریتا ویلسون هغه دوه فلمي ستوري دي چې په دې وروستيو کې په کرونا وژونکي ويروس ککړ شوي دي. تام هنکس او  ریتا ویلسون د امريکا هالېووډ سېنما مشهورې څېرې دي. 

همدا ډول د نړۍ بوختې او مشهورې څېرې اوس مهال په کورونو کې قرنطين دي، چې خپلو مېنه والو ته د شخصي ژوند نور انځورنه  د عادي چارو په تر سره کولو سره وړاندې کوي.