فېسبوک هندوستان کې پنځه مېلېارده او اووه سوه مېلېونه امريکايي ډالر پانګونه کوي 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، فېسبوک شرکت پلان لري چې هندوستان کې ۵،۷مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي. فېسبوک ويلي دي چې دغه پانګونه د هندوستان په اتکايي صنعت يا Reliance Industries برخه کې کوي. 

(Reliance Industries: د انرژۍ، پیټرولېم، کیمیاوي موادو، ټوکري صنعت، طبیعي سرچینو، پرچون خرڅلاوو، او مخابراتو برخه کې هندوستان کې فعايلت کوي.)

د فېسبوک د مالوماتو پر اساس دغه شرکت به هندوستان کې له JioMart شرکت سره يوځای کوچنۍ سوداګرۍ د واټس آپ له لارې ان لاين او د امازون پر وړاندې به رقابت پيل کړي. 

واټس آپ چې د فېسبوک ادارې اړوند موبايل اپلېکشن دی، هندوستان څلور سوه مېلېونه کارونکي لري او د نوې پانګونې پر بنسټ به ډېری هنديان د واټس آپ له لارې ان لاين را کړې ورکړې ته لاس رسی پيدا کړي.