جاويد فيصل: د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ۷ ولايتونو کې ۷۱ طالب بنديان خوشي شول 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د هېواد ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل پر ټوېټر ليکلي دي چې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ۷۱ طالب بنديان نن ورځ ازاد شول. 

د ښاغلي فيصل د مالوماتو پر بنسټ ياد ۷۱ طالب زندانيان ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، فارياب، ارزګان او بغلان ولايتونو کې د افغان حکومت له زندانونو ازاد شوي دي. 

د ملي امنيت شورا وياند په ټوېټر ليکلي دي چې خوشي کسان د دوی عمر، روغتيايي وضعيت او د دوی د بند مودې پر اساس ازاد شوي دي.