روهي (دوه نۍ/۲ غوايي)، د اسلامي نړۍ د کلتور، زده کړو او علمي سازمان په يوې خبرې پاڼې کې ويلي دي چې هرې هغې ډلې او کس چې د کرونا وژونکي ويروس واکسين او يا هم درمل جوړل نو دوی به ۲۰۰ امريکايي ډالر جايزه ورکړي.
دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې که چېرې هر چا په عملي ثبوت سره د کوېډ-۱۹ واکسين او درمل وړاندې کړل نو له دغه مادي جايزې وراېخوا به د اسلامي نړۍ د کلتور، زده کړو او علمي سازمان ورته معنوي امتيازونه هم ورکړي.
د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې ساينس پوهان او روغتياپالان په بېړه هڅې کړي، چې دغه ويروس لپاره واکسين او يا هم درمل جوړ کړي، خو تر اوسه پرې بريالي شوي نه دي.
وروستي