نرېندرا مودي:  هند او افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه جګړه او د کرونا ويروس پر وړاندې ګډه مبارزه کوي 

روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي په ټوېټر ليکلي دي چې د هند او افغانستان ملګرتيا په تاريخي، کلتوري او جغرافيويي ځانګړو ولاړه ده. 

مودي د ولسمشر محمد اشرف غني د شوي ټوېټ په ځواب کې ليکلي دي، چې افغانستان او هندوستان د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه جګړه کوي او دغه دوه هېوادونه به د کرونا ويروس پر وړاندې هم ګډه مبارزه کوي. 

ولسمشر محمد اشرف غني په يو ټوېټ کې هندوستان له خوا افغانستان سره د ۷۵زره مټريک ټن غنمو، ۵۰۰ زره  hydroxychloroquine او ۱۰۰ زره  پاراسېټمول ګوليو مرستې مننه کړي.