کله چې د واک د ويش په تړاو بحث کيږې نو سملاسي د نړيوالو ليکنو سيمينارونو او څيړنيزو بحثونو په رڼا کې د دولتي بنسټونو (مقننه، عدليه اجرائیه) قواو ترمنځ د واک د ويش او تفکیک مسئله ذهن ته تبادر کوي، خو زمونږ په هیواد کې داسې نه ده هرڅّه غير معياري او ځانګړې معنا لري.
دواک د ویش له اصطلاح څخه زمونږ د سرچپه سياست انګيرنه داده چې واک باید دقومونو، تنظیمی او سیاسي ډلو ټپلو په نوم د څو زور او زر لرونکو، قانون ماتونکو، زورواکانو او وژونکو تر منځ وویشل شي. متاسفانه چې همدغه انګېرنه د افغانستان په هکله د بن له لمړني نړيوالې غونډې څخه سرچينه اخلي. د واک د ویش همدغه معکوس تعبير زمونږ د سياستوالو ترمنځ دشخړو او تاوتریخوالي لامل ده. د حيرت مقام لا داده چې د واک د ويش په سر د شخړو لانجو او حتى خونړيو جګړو له امله زمونږ سياستوال د نړيوالو د ملنډو لپاره ښه بيلګه ګرزيدلي، خو د واک او ځواک دغه وږي تږي مخلوق لاهم د ولس له رأيو څخه د مشروع دفاع خبره کوي او د هيڅ ډول پښيماني او حيا نښې يې په تندي کې نه ليدل کېږي.
د پرديو شيطانانو په مينځګړيتوب او خپلو د واک مجنونانو مشرانو لخوا د وېش تيره فارموله مو د ملي يووالي حکومت په نوم ښه وازمويله او ومو ليدل چې کله ولسمشر د معاملې په نتيجه کې د پيراشوټي فرمان له مخې په غيرقانوني توګه اجرائیه ریاست ديسانت کړ نو، د ولسمشر مرستیالان، اجرائیه رئیس، د هغه د مرستيالانو سلاکاران، د هر يوه ځانګړي استازي او ټول هغه نور لوړپوړي دولتي چارواکي چې د قومې ونډې پر بنا یې واک ته لاره موندلې وه، ځانونه د ولسمشر شريکان، واجب الاحترام او غیر مسئول ګڼل. په دغه مسله بحث نه کوم، ځکه چې لوستونکو هر څه په خپلو سترګو وليدل چې دغه خوسا پرسوده ناکامه او غير قانوني جوړښت ولس او هېواد ته څومره بدنامي ور په برخه کړه او نظام يې څنګه شنډ کړئ وه. مونږ وليدل چې اجرائیه رئیس ټاکنې ناکامه پروسه بلله، خپل ځان يې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په منځګړيتوب د هوکړه لیک پر بنسټ د ولسمشر سيال او د پنځوس سلنې واک سوچه وارث او مالک باله.
که خبره را لنډه کړم نو داسې به ووایم چې د ځينې سياستوالو خبره چې د واک له حده زيات تمرکز ستونځې را پارولې دي او يا هم پارلماني نظام د ولس غوښتنه ده، غير موجه او د نه منلو استدلال ده. دغه غوښتنه په اوسنيو شرايطو کې زمونږ ملي يووالي، ځمکنئ بشپړتيا ګواښي، د سولې او د فساد په وړاندې د مبارزې په لار کې خنډونه جوړوي.
نه شديداً متمرکز او نه هم متلاشي نظام زمونږ د ډيرو ستونځو بنسټ جوړوي، بلکې له سپيڅلو اصطلاحاتو څخه زمونږ ناوړه تعریف، زمونږ په تاوتریخوالي ولاړ ذهنیت، زمونږ په اوسنیو ډيرى سياستوالو کې د ملي ګټو پرځاى شخصي ګټو ته د لمړى توب ورکولو هوا او هوس زمونږ د ستونځو بنسټ جوړ او نظام يې له ناکامې سره مخ کړئ وه. که ستونځه په ولسمشرئ ماڼئ کې د واک د تمرکز وي، نو د لوړو پوستونو د ويش پرځاى باید د ولسمشر د بيځايه او غير ضروري واکونو په کمولو باندي خبره وشي.
مونږ په ټولټاکنو کې قطعاً د تقلب درغلئ تخطي زور زر ګواښ او تطمیع خبره نه ردوو، بلکې د مختلفو ټاکنيزو ټيمونو لخوا د درغلیو په تړاو معلومات هم لرو، خو دومره وايو چې اوس د قانوني بنسټونو لخوا د ټولټاکنو اخري پايلې اعلان شوې، د ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا دهغو ټولو نیوکو او په ټولټاکنو کې د پراخودرغلیو ترڅیړلو وروسته، ګټونکي نوماند ته د اساسی قانون او دټولټاکنو د قانون سره سم د بریالیتوب وثیقه ورکړل شوی او د منتخب ولسمشر لپاره د لوړې مراسم هم د افغانستان داساسي قانون سره سم پر ځائ شوي دي. ايا دا به د ديموکراسي په کومه ماده کې ثبت وي چې د ټاکنو له اعلان وروسته کوم شخص يا ټاکنيز ټيم د خپل ځان بريا په خپله خوله اعلان او ولس دې همدغه سرټمبه توب ومني؟ که داسې کومه قانوني لاره شتون نلرى، نو اړتیا نشته چې يو ځل بيا هغه ناکامه او شرمونکې تجربه تکرار او هغه تير خوسا چټل او ناولئ حکومتي جوړښت په خلکو باندي تحميل شى.
راځئ د يوې شېبې لپاره ومنو چې په تيرو ټولټاکنو کې د ولسمشر غني په ګټه په پراخه کچه درغلئ او تقلب شوئ ده بيا به هم د عبدالله عبدالله په مشرئ د ثبات او همپالنې ټيم ته د نه منلو، موازي حکومت جوړولو، د واک د وېش لپاره د طرحو جوړولو او بهرنيانو ته مداخلې کولو پرځاى څومره ښه واى چې د پياوړي اپوزیسیون رول لوبولو سپيڅلي دنده ترسره کړې او له حکومت سره په ګډه د راتلونکو ټولټاکنو د روڼتيا، بي پرې توب او سرتاسري توب په موخه همدا اوس د لاس په کار کيدلو او د داسې ټاکنيز سيستم لپاره هڅې پيل کړي واى چې د راتلونکي لپاره مو په ټاکنو کې د درغلئ او تقلب کچه خورا ښکته واي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د ویاندې له وروستي رسنيز کنفرانس څخه داسې ښکاري چې امریکا له روسیې او ځينې نورو هېوادونو سره په ټاکنو کې د ولسمشر غني د بريا اعلان څخه د پلوي نه کولو ژمنه کړې وه. د روسیې د بهرنیو چارو وياندې په امریکا تور پورې کړ چې د ولسمشر غني په رسميت پيژندل يې له هغوى سره د شوې هوکړې خلاف ورزي ده. زمونږ سياستوال باید اوس پوه واى چې پردي ځواکمن هيوادونه زمونږ د هېواد په سیاست کې څومره ژوره خطرناکه او د اندېښنې وړ ښکېلتيا لري. متاسفانه ډاکتر عبدالله عبدالله ونشو کولاى چې ځان او خپل ټيم د ملي سياستوالو په توګه ټولنې ته ور وپيژني.
دا جدا خبره ده چې په تيرو ولسمشريزو ټولټاکنو کې د ولسمشر غني په پلوي څومره درغلئ شوې ده؟ چا کړې ده او په پايلو باندي به يې اغيزې درلودې که نه، خو ولسمشر غني د هغو بنسټونو لخوا بريالى اعلان شو چې عبدالله او نړيوالو د ټاکنو د ترسره کولو، د رأيو شميرلو، تخطي او تقلب د څيړلو، د پاکو او نا پاکو رايو د تفکيک په تړاو د همدغو بنسټونو بشپړ واک منلئ وه، نو اوس د کوم قانون او د کومو اصولو پربنسټ د "نه منم" " موازي حکومت جوړوم" غوښتنو ته مشروعیت ورکوي.
د ارګ او سپيدار ترمنځ روان سياسي ناروا ناورين او په نړئ کې د خوف او ويرې خپرونکې کرونا ورهاخوا دلته روانه جګړه هم زمونږ د ولس په ستوني کې سا پورې هورې کړې ده. متاسفانه طالبانو هم له کرونا ويروس سره د مبارزې او د همدغه وبايي رنځ د خپريدو د مخنیوي لپاره هغه څه لازم دي ونکړل. که څه هم د ځينې رسنیو له مخې طالبانو ويلي وه چې که د هغوى تر کنترول لاندې سيمو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شي، نو هغوى د ډزبندي په هکله اقدام وکړي. که طالبان اوس هم فکر کوي چې د هغوى تر کنترول لاندې سيمو کې کرونا ويروس شتون نه لرى نو يقيناً به هغوى د روان وبايي ناورين د جديت په هکله د درد او درک له فقدان سره مخ وي او يا هم نه غواړي په دغه تړاو فکر وکړي.
د کرونا ویروس له ځپونکي او وژونکي وبا وروسته نړئ به له ناورين مخکې نړئ سره زيات توپير ولري. په دغه تړاو د ملتونو په وړاندې ننګونې او فرصتونه دواړه شتون لري، خو دا بيا د ويښ، وطنپال او د لوړ ظرفيت درلودونکو سياستوالو په هوډ اراده او متين عزم پورې تړلې ده چې څنګه ننګونې په فرصتونو باندي بدلې کړي. د طبي تحقيق په برخه کې وروستئ څيرنې علمي ارزونې او اټکلونه جوتوي چې د کرونا ویروس وبا به زیات بدلونونه رامنځته کړي.
داخبره يقيني ده چې له کرونا څخه ژوندي پاتې خلک به له نويو تعاملاتو، نويو سياستونو، نوې دنيا، نويو فرصتونو او نويو ننګونو سره مخ وي. په نړيوال نظم کې به بدلونونه راځي او شتمنه نړئ به تر کرونا وروسته په اقتصادي ستونځو اخته او له اړو هيوادونو سره خپلې مرستې کمې کړي. په اقتصادي برخه کې په ستونځو باندي اخته هيوادونه به لا زيات له اقتصادي ستونځو سره مخ شي. شايد زمونږ هيواد د روانو جګړو، تيت او پاشلي نظام، اقتصادي نيمګړتياو او امنیتي ستونځو له امله د دغو هېوادونو په سر کې ځاى ولري. که زمونږ حاکمه ډله د سولې، کمزوري ټولنيز جوړښت او اقتصادي ستونځو په هکله له اوس څخه سختې پريکړې وکړي او پياوړې ګامونه پورته کړي، نو په یقین سره به یې ننګونې په فرصتونو اړولو او د ځان بساینې په لور به یې بریالی سفر پیل کړی وي.
مګر متأسفانه داسې محسوسيږي چې چې دلته ټول کابل ميشتي سياستوال او وسلوال طالبان په ځانګړې توګه د اوسني سياسي غوبل مخکښ د ثبات او همپالنې مټکور ټيم د کرونا وبا په تناظر کې د روانو سياسي امنیتي او اقتصادي ننګونو او ولسي ناورين په تړاو اړينه وړتیا نه لري. هغوى نه غواړي فکر وکړي چې ولس به يې د طبي امکاناتو په نه شتون کې له کوم ډول ستونځو ناورينونو او بشري فاجعو سره لاس او پنجه نرموي.
ارګ هم په ډيرو برخو کې سترې نيمګړتياوې لري. د کرونا ويروس د خپريدو د مخنیوي او له خپل ولس سره په دغه ځپونکي او بوږنونکې حالت کې د مرستې کولو او لاس ورکولو لپاره نه لنډ مهاله نه مينځ مهاله او نه هم اوږدمهاله پلان لري. لا هم نه پوهېږي چي مونږ څه اړتیاوې او څومره امکانات لرو. که مو د اړتیاو کچه د امکاناتو په پرتله لوړه وي، نو څه بايد وکړو او کوم ګامونه پورته کړو. په اوسنیو ترينګلو شرایطو او د غې وبا د مخنیوي او له ولس سره د مرستو په بهير کې هم فساد روان ده. د فساد جرړې ايستل باید له ارګ څخه پيل شوې واى، خو داسې هيڅ څرک نه لګيږي چې حکومت دې ددغې شومې پدیدې د ريښو ايستلو اراده ولرى. د سولې په تړاو د ارګ مبهم مجهول او لړزانده ګامونه دهمدغه اساسي هدف ترلاسه کولو لپاره قطعاً او په هيڅ ډول بسنه نه کوي. طالبان په احساساتي توګه د خپلو تخيلي برياو په سندرو بوخت دي او د روان ناورين د حل لارې په لټون کې پاتي راغلي د ستونځو عمق نشي ارزولاى.
د اوسنيو شرايطو غوښتنه خو داده چې حاکمې ډله د ثبات او همپالني په شمول نور کابل ميشتي سياستوال او طالبانو د لوړو ملي ګټو لپاره د واک او ارګ حرص شاته پرييښې واى. ولس او هيواد ته متوجه ننګونې او ناورينونه يې ارزولي او د حل لپاره یې ورته لټولې واى. د ژور تأسف مقام ده چې زمونږ سياستوال او وسلوال طالبان د سختې او وژونکې وبا له امله هيواد ته متوجه ګواښونه جدي نه نيسي.
له جګړو ورهاخوا مونږ د کمزوري او ویجاړ روغتیايي سیستم په کارولو غواړو له داسې یوه ویروس سره مبارزه وکړي چې د د نړئ پرمختللي هېوادونه يې په وړاندي بې بسه او بيوسه دي. که "نه منم" "جګړه کوم" "موازي حکومت جوړوم" او داسې نور شرمونکې سياستونه ختم نکړو، نو ښایي لکونه افغانان په کرونا اخته او ستر بشري ناورین رامنځته شي. تر هغه وروسته به نه ولسمشر غني ته په ارګ کې د برياو لمانځل، نه عبدالله عبدالله ته د واک د ويش په تړاو د طرحو وړاندي کول او نه هم ملا هبت الله ته د خپل امارت حاکمول ګټه ولري. هغوى باید پوه شي چې په افغانستان کې روغتیايي چوپړتياوې لږ دي، روغتیايي بنسټونه کمزوري دي، جګړه روانه ده، عامه پوهاوی کم دی نو ددغه نړیوالې وبا تلفات به په افغانستان کې ترجګړو ډېر وي.
وروستي