ولسمشر غني:  له قزاقستان څخه دې ۷۰ زره ټنه غنم وپېرل شي

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني  نن د حکومت د مشرتابه په ناسته کې محمد یوسف غنضفر ته دنده سپالرې  چې د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ له قزاقستان څخه د ۷۰ زره ټنه غنمو د پېرلو اقدام وکړي.

دغه راز د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر غونډې ته راپور ورکړ چې قزاقستان چمتو دی په افغانستان ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا وپلوري. د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د دې د عملي اړخونو لپاره پلان ترتیب کړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزیر په ژمي کې د تېلو کمښت مخنیوي لپاره خپل مشخص وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې تائید شول او نوموړي ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې عملي اقدامات پیل کړي.