نړيوال بانک افغانستان ته ۲۰ مېلېونه ډالر ورکړل 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د غوايي)، نړيوال بانک افغانستان سره د کرونا ويروس د مبارزې په پار سل مېلېونه امريکايي ډالر مرستې ژمنه کړې، چې له دې جملې يې شل مېلېونه امريکايي ډالر افغان حکومت ته سپارلي دي. 

د نړيوال بانک به يوې نشر شوې اعلاميې کې ويل شوي دي چې دغه سازمان ژمن دی چې د کرونا ويروس پر مهال د افغان ولس ترڅنګ پاتې شي، د افغانستان عامې روغتيا او ماليې وزارتونو سره مالي مرستې وکړي. 

د نړيوال بانک د اعلاميې پر اساس دغه شل مېلېونه ډالر به د روغتيايي وسايلو، روغتونونو، روغتياپالانو او نورو اړونده برخو چمتوالي او لوړوالي کې خرڅ شي. 

نړيوال بانک خپره شوې اعلاميه کې د پاتې نورو پيسو د سپارلو ژمنه هم شوې ده.