سرچينې: بلخ کې ۲۰۹ شاهين قول اردو نظام قيصاري ته پوځيان، پوځي موټر او نور وسايل ورکړي 

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د يو شمېر رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې د خپره شوې انځورونو پر بنسټ د هېواد په شمال کې ۲۰۹ شاهين قول اردو د نظام الدين قيصاري په نوم د جنرال دوستم يو خپلسري وسله وال ته دولتي امکانات په اختيار کې ورکړي دي. 

ويل کيږي چې شاهين قول اردو نظام قيصاري ته څو پوځيان، پوځي موټر او وسله ورکړې ده او دا څرګنده نه ده چې قيصاري ته په کوم هدف دغه امکانات برابر شوي دي. 

د بلخ امنيه قومندانۍ رسنيو ته ويلي دي چې د مرکزي حکومت د لارښوونې پر اساس نظام قيصاري بلخ کې پاتې کيږي، خو د دوی له خوا سرتيري او وسايل نه دي ورکړل شوي. 

قيصاري په ازاد ډول د افغان ملي پوځ له وسايلو او څو سرتيرو سره د مزار شريف په ښار کې تګ راتګ کوي. تر اوسه ۲۰۹ شاهين قول اردو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي.