كرونا ويروس او د شرعي اسبابو استعمال

د كرونا وبا د خورېدو سره زمونږ ټولنه کې يو ناسم تصور کرونا د مخنيوي او علاج په اړه د حسي اسبابو او طبي لارښوونو په وړاندې بې باکي لا پروايي او نه عملي کول دي چې د اړونده موثقو جهتونو له خوا وړاندې کېږي او ترڅنګ يې د شرعي اسبابو څخه ناسم تعبير او د شرعي نصوصو يوه برخه راخستل او بله برخه له پامه غورځول دي پدې  دليل چې وايي مونږ په تقدير ايمان لرو او په الله تعالى مو توکل پياوړي دي، پرته له شکه دا سمه خبره ده خو هېڅکله هم په تقدير ايمان لرل او په الله تعالى توکل کول د مشروعه حسي او طبي اسبابو استعمالو سره په ټکر کې نه دي.

اسلام مسلمان درملنې او د مادي اسبابو استعمال ته رابللي دي که هغه وقايي علاج وي د مرض د راتلو څخه مخکې او يا هم معالجوي علاج مرض د راتلو څخه وروسته، پدې هکله ډېر شرعي نصوص راغلي دي.

رښتنې توکل دا دى چې دوه ټکو ته پکې پاملرنه وشي:
1- هغه مادي او طبي اسباب استعمال شي چې د مرض او تکليف په مخنيوي او درملنه کې مرسته کوي، د ډکټرانو لارښوونې او رسمي جهتونو تعليمات عملي شي، رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي" الله تعالى هېڅ مرض ندي ناﺯل کړي مګر د هغه درملنه يې رالېږلي ده".

2- د ﺯړه اعتماد، باور  او توکل بايد  په الله تعالى وشي چې د اسبابو خالق دى او ترڅنګ يې شرعي اسبابو ته مخه کول چې دا ډول توکل لا پياوړي کوي لکه:

- توبه ويستل او له ګناهونو ډډه کول؛
- د نبوي ژغورونکو ويناوو د ويلو پابندي کول؛
- لمونځ په کلکه کول په تېره بيا د سحر لمونځ؛
- د سحر، ماښام د لمانځه نه ورورسته، د خوب نه مخکې او وروسته اﺫکار ويل؛
- صدقې او خيراتونه کول؛
- الله تعالى ته انابت او عاجزي کول؛
- دعا ته مخه کول او په ټولو نيکو عملونه کې ﺯيار ويستل.

په دواړو کې افراط او تفريط مو د بربادۍ لامل ګرځي، لومړي مو ايمان بربادوي او دويم مو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په الله تعالى د ﺯړه اعتماد او پياوړي باور او ورسره د مشروعه  حسي او طبي اسبابو يو ځاى کول رښتني توکل دى.

مونږ ټول د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې په وړاندې مسٶليت لرو او بايد مسٶليت په ښه شکل ادا کړو له اهمال او بې ځايه تبليغاتو ډډه وکړو.