تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ نوې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۷ کم زرو ته ورسېد 



روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د تازه مالوماتو پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې د کرونا ويروس ۶۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۹۹۳ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تر اوسه ۳۱ کسان د کوېډ-۱۹ له امله مړه شوي دي او همدا ډول ۱۳۱ کسان درملنې وروسته روغ شوي دي. 

په ۶۰ تازه پېښو کې تر ټولو ډېرې چې ۳۱ مثبتې پېښې کيږي،  پلازمينه کابل او پاتې ۲۹ په نورو ولايتونو کې ثبت شوې دي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ