انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينه کې د (Writing) يا لېکنې درس- ديارلسمه برخه

ديارلسمه سټراټېژي: خپله لېکنه سمه کړئ Edit your work. 
د ټافل ازموينې د لېکنې برخه کې يوه ستره تېروتنه دا ده چې ګډونوال/زده کوونکي  تر هغې وخت پوري لېکنه کوي، څومره چې  ورته ټاکل شوی وي. مطلب دا چې د ټاکل شوي وخت تر وروستۍ دقيقې هم په لېکلو بوخت وي او د سمون، بيا کتنې او اصلاح لپاره هېڅ وخت نه پرېږدي. د ټافل ازموينې ځيني ګډونوال بيا يوازې څو ثانيې وخت په اخير کې د لېکنې د سمون او بيا کتنې لپاره ځانګړی کوي، په بېړې سره لېکنه له نظر تېره کړي، يو څو تېروتنې په کې سمې خو په لسګونه نورې تېروتنې د وخت د کمښت له امله همداسې پاتې شي. دغه تېروتنې لامل کيږي چې په دې برخه کې دوی کمې نمبرې واخلي. 
 
دا هر څه له وړاندې د يو منظم پلان د نشتون له امله رامنځ ته کيږي. ګډون کوونکی تر فشار لاندې وي، د ډېرو کلمو د ليکلو هڅه کوي او د لېکنې د رانغاړو په چاره بوخت وي، خو د سمون او بيا کتنې لپاره د کافي وخت فکر نه کوي. که چېرې تاسې د ټافل ازموينې د لېکنې په برخه کې سم نوټ واخلئ، خپل نظرېې مو تنظيم کړې وي نو په راحت ډول به د درکړل شوي وخت وړاندې لېکنه بشپړه کړی. دا اړينه سپارښتنه ده چې د لېکنې له سپارلو وړاندې يو څو دقيقې ختمي د بيا کتنې او سمون لپاره درته سمپا کړئ. کمه تر کمه له يوې بيا تر دوه دقيقو وخت بايد د لېکنې د بيا کتنې او سمون لپاره ولرئ. ستره تېروتنه دا ده چې تاسې فکر وکړی چې کومه تېروتنه مو نه ده کړې او د لېکنې له بيا کتنې تېر شی. 

لومړی هڅه وکړئ چې ټافل ازموينه کې له ګډون وړاندې ښه تمرين ولرئ. هغه ويره، فشار او په ځان نه باوري چې لری يې له منځه يوسي. هغه وخت چې عملاً ازموينه کې ګډون کوی، نو هغه چارې چې له ازموينې وړاندې مو زده کړې دي در ياد کړئ او کار ترې واخلئ. 

دويم دا په ياد ولرئ چې د لېکنې په برخه کې تاسې معمولاً کومې تېروتنې کوئ. هغه تېروتنې مو په ياد ولرئ. کله چې لېکنه بشپړه شي هغه تېروتنو پسې سر شئ او سمې يې کړئ. د بېلګې په ډول ښايي ځيني کسان د زمانو په کارونه، ځيني د جملو په جوړښت، ځيني بيا د نظريو په تنظيم او ځيني نور بيا نورو برخو کې عادتاً تېروتنې ولري، چې بايد د ازموينې د ورکړې په وخت کې ورته ځانګړې پاملرنه ولرئ. 

له معمول تېروتنو وراېخوا دا هم جدي په پام کې ولرئ چې ښايي داسې تېروتنې د فشار او د وخت د کمښت پر اساس درڅخه تر سره شي، چې پخوا مو نه وي کړې، نو په دې پار اخېر کې د لېکنې سمون او بيا کتنې لپاره وخت درته وساتئ. 

نور بيا...