پیري مایدون: له عبدالله عبدالله سره مې پر سولې، کرونا سره مبارزې او روان سياسي وضعيت خبرې وکړې 

روهي (يو نۍ/۳۱ د وري)، کابل کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون په ټوېټر ليکلي دي چې تېره ورځ يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لېدنه کړې او په يو شمېر مسايلو يې خبرې کړي. 

پیري مایدون ليکلي، "نن ماسپېښن مې ل عبدالله عبدالله سره د کوېډ-۱۹، سياسي وضعيت، د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو کتنه او بحث وکړ."

نوموړي د افغانستان د روان سياسي وضعيت په اړه ويلي دي، چې دغه وضعيت د افغان سياسي مشرانو ترمنځ يو بېړني حل ته اړتيا لري.