روغتيا وزير: ځيني ولايتونو کې زورواکي ډاکټران اړ کوي چې کورونو ته ور سره لاړ شي او د کرونا معاينه يې واخلي 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز وايي چې روغتيايي سکتور د زورواکو تر اغېز لاندې دی او له خپل مقام او زور څخه ناوړه ګټه پورته کوي. 

عامې روغتيا وزير ويلي چې په د کابل په شمول ځيني ولايتونو کې قومندانان، واليان، دولتي لوړپوړي چارواکي او يو شمېر نور زورواکي د عامې روغتيا وزارت په پرسونل فشار راوړي ترڅو د خپلو کورنيو او دوستانو معاينې پرې تر سره کړي. 

نوموړي د دغه پوښتنې په ځواب کې چې آيا ولسمشر درته لارښوونه کړې ده چې د مشرانو جرګې د مشر فضل الهادي مسلميار د کورنۍ د غړو ټېسټ واخلئ، څرګند ځواب ورنه کړ خو په تکرار يې هېواد کې د زورواکي فرهنګ يادونه وکړه.