هغه کسانو ته د فېسبوک خبرداری چې د کرونا ويروس مالوماتو ته کمېنټ او يا هم لايک ورکوي 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د فېسبوک ادارې هغه کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د کوېډ-۱۹ په اړه ناسمو مالوماتو ته غبرګون ښيي؛ يانې يا پرې نظر څرګندوي او يا هم د خوښې يا لايک بټن وهي. 

د فېسبوک ادارې داسې ځانګړنه په لار اچولې ده چې په پايله کې به يې د کرونا ويروس په اړه ناسم مالومات چې له معتبرو سرچينو نه وي خپره شوي، لېرې کيږي او د فېسبوک کارنو ته به په دې اړه خبرداری ورکوي. 

د فېسبوک اداره وايي چې د ناسم پوهاوي د مخنيوي لپاره دوی يوازې هغه مالومات چې د روغتيا نړيوال سازمان او يا هم د دولتونو له خوا په رسمي ډول خپريږي، پرېږدي او نور مالومات به له منځه ځي. 

د فېسبوک په شمول، ګوګل او ټوېټر هم ځيني ان لاين او اتومات (خپلسري) ځانګړي چې په نېږدې ورځو کې به يې وتوغوي جوړې کړې دي، چې د کرونا ويروس په اړه مالومات څېړي او بيا ناسم مالومات له منځه وړي. 

فېسبوک ادره وايي چې يوازې په تېرې يوې مياشت کې تر ۴۰ مېلېونه هغه لېکنې، ويډيوګانې او انځورنه چې د دوی د کاري ډولو له خوا ناسم پېژندل شوي وو په ګوته کړي او وړاندې کوونکو ته يې په اړه خبرداری ورکړی دی.