د ووهان په ښار کې کروناویروس له امله د مړو شمېر له سره کیږي

روهي(نۍ/۳۰ د وري)، چینايي چارواکي وايي تر یو لړ هر اړخیزو ارزونو وروسته معلومه شوه چې د ووهان په ښار کې ۱۳۰۰ کسان د کرونا له کبله مړه شوي‌ دي.ووهان د هوبي ایالت مرکز دی او د کرونا ویروس په لومړي ځل همدغلته خپور شو.
 
په دې سره په ټول چین کې د کرونا له کبله تر دې دمه د مړه شمېر ۴۶۳۲ ته ورسېده، مخکې چینايي چارواکو دا شمېره ۳۳۴۲ اعلان کړې وه.چین تر نیوکو لاندې دی چې ښايي د کرونا ویروس په اړه دقیق معلومات او د تلفاتو دقیق ارقام یې نه وي اعلان کړي.
 
د ووهان په ښار کې کروناویروس سره د مبارزې مرکز د اپریل په ۱۷ (وري۲۶) په خپلې اعلامیې کې چې د چین رسمي‌ آژانس شینهوا خپره کړې، ویلي دي په دوی کې یې ډېر هغه کسان دي په کورونو کې دننه مړه شوي وو او روغتیايي کارکوونکو سره ثبت شوي نه وو.
 
د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د ووهان په ښار کې خپور شو چې اوس د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو ته رسېدلی دی.