امریکا: کروناویروس تر ټولو ډېر د نیویارک ایالت ځپلی دی

روهي(نۍ/۳۰ د وري)، د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس تر ټولو ډېر د نیویارک ایالت ځپلی دی چې څه باندې ۱۴۰۰۰ کسان په کې مړه شوي‌دي.د نیویارک ګاونډي ایالت، نیوجرسي کې هم ډېر کسان مړه شوي‌ چې شمېر یې شاوخوا ۳۱۵۶ ته رسیږي.
 
کروناویروس په پنسلوانیا کې هم چې نیویارک او نیو جرسي ته نژدې ده، څه باندې ۵۰۰ کسان مړه کړي‌ دي. واشنګټن ډي سي ته نژدې د ویرجینا په ایالت کې بیا څه باندې ۱۴۰ کسان د کرونا له کبله مړه شوي دي.د کرونا له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي.
 
په امریکا کې د کروناویروس لومړۍ پېښه د روان کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه ثبت شوه او دا مهال پکې څه باندې ۶۷۰زره کسان په دغه ویروس اخته دي.امریکا په نړۍ کې تر ټولو ډېر تلفات لري او د کروناویروس مرکز بلل کیږي.