د سعودي عربستان ستر مفتي شيخ عبدالعزيز: د تروايحو او اختر لمونځ کورونه کې وکړئ 

روهي (۳۰ د وري)، د سعودي عربستان ستر مفتي  شيخ عبدالعزيز ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې دې مسلمانان د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د راتلونکې روژې مياشتې تراويح او د اختر لمونځ خپل کورونو کې وکړي. 

نوموړي له مسلمانانو غوښتي دي، "کولای شو چې تراویح په کور کې وکړو، ځکه جوماتونه دکرونا دخپرېدو له وېرې تړل شوي دي."

د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نړۍ په ډېری اسلامي او غېر اسلامي هېوادونو کې جوماتونه تړل شوي دي او ديني عالمانو له خلکو غوښتي دي چې کرونا جدي ونېسي او له ګڼې - ګوڼې ډډه وکړي.