طالبانو ویلي پنجشنبه یې د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور بندیان هم خوشي کړي دي

روهي(جمعه/۲۸ د وري)، وسله والو طالبانو ویلي چې بنجشنبې یې د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور بندیان هم خوشي کړي دي چې، د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي. د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي. بل لور ته وسله والو طالبانو افغانستان کې د اوربند په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنې ته په ځواب کې ویلي، حکومت غواړي چې اوربند د خپلو ګټو لپاره وکاروي، او دوی مجبور دي چې حکومت ته دا فرصت ورنکړي‌
 
طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې هم شل تنه بندیان خوشي کړي وو او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېروي وو.خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري پکې نشته.
 
ځایي حکومتي سرچینو هم د دې کسانو خوشي کېدل منلي وایي، وروسته به مالومه شي چې دا امنیتي کسان دي که بل څوک. د لغمان والي اصف ننګ وایي، دوی به دا مالوموي چې ایا دا کسان حکومتي بندیان دي که نه.