انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس- دولسمه برخه

دولسمه سټراټېژي: هغه وخت ناڅرګند غږ (Passive Voice) استعمال کړئ چئ اړتيا وي Use passive voice when it is necessary:
وړاندې مو يادونه وکړه چې د ټافل ازموينې د لېکنې برخه کې هڅه وکړي چې active voice وکاروئ، active voice کې فاعل څرګند وي او لوستونکي زر مفهوم اخلي. خو ځيني وخت داسې هم پېښيږي چې د active voice پر ځای passive voice کارونې ته اړتيا وي او پرته د passive voice له استعمال  د جملې مفهوم خرابيږي، نو په داسې وخت کې بيا اړنيا ده چې passive voice څخه کار واخلئ.
 
دغه درېيو حالوتونو کې د active voice پر ځای د passive voice استعمال اړين دی.
۱- هر کله چې تاسې ته د عمل يا verb سرته رسونکی يا فاعل مالوم نه وي.

- He was shot near his home.

 

پورته جمله کې فاعل نه دی مالوم چې چا هغه وېشتلی، نو اړتيا ده چې د جملې مفعول د جملې فاعل شي او په دې ډول سره passive voice وکارول شي. ښايي داسې هم ولېکل شي، Someone shot him near his home، خو له دې ډول يې، He was shot near his home غوره راځي.
 
۲- هر کله چې فاعل له وړاندې مالوم او ټول يې په اړه پوهيږي.

In my city, the mail is delivered every day.

دويمه بېلګه کې ټولو ته مالومه ده چې د ليکونو وړل د پوسته رسان دنده ده، نو اړتيا نشته چې د هغې نوم ذکر کړو. دې صورت کې هم passive voice بايد استعمال شي. پورته جمله په دې ډول هم لېکل کيږي، چې In my city, Postmen delivered mails every day چې د جملې اکټيفو حالت دی.
 
۳- هغه وخت چې غواړي يو پراګراف کې د جملو د تکرار جوړښتونو مخه ونېسي او يو څه نوی والی ور زيات کړی. مطلب په ډېرو جملو کې مو active voice استعفاده کړی او داسې فکر کوي چې پرګراف کې د جملو جوړښتونه تکراري شوي دي.
Although the active voice it better, the passive voice must be used sometimes.