د چين بهرنيو چارو وزارت: کرونا ويروس مونږ نه دی جوړ کړی 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، کرونا وژونکی ويروس يا کوېډ-۱۹ د چين له ووهان ايالت د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کې خپور شو. په کم وخت کې دغه ويروس نړۍ ته ورسېد او اوس مهال يې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې تر دوه مېلېونه ډېر کسان نيولي او يو لک ۳۷ زره نرو يې مړه کړي دي. 

امريکا چين تورنوي چې د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه رېښتنی مالومات نه دي رسنيز کړي. د متحدو ايلتو حکومت د چين تر څنګ پر ملګرو ملتونو هم نيوکه کوي چې هغه مالومات چې چين د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه خپاره کړل ناسم وو او ملګرو ملتونو په اړه اقدامات ونه کړل. 

تازه د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد بهرنيو چارو وزير ژايو لیجیان سره وکتل او ترې غوښتنه وکړه چې د کرونا ويروس په اړه نړۍ سره همکاري وکړي او دې برخه کې دقيق مالومات وړاندې کړي. 

د چين حکومت ټولې هغه ادعاوې ردوي چې  ګواکي دغه ويروس د چين له خوا جوړ شوی وو او يا هم دا چې چين يې د مالوماتو په ورکولو کې روڼتيا نه ده ساتلې.

 چين وايي چې د کرونا ويروس لومړی قرباني هېواد وو او د دغه ويروس د مهار لپاره يې ټولې خپلې هڅې تر سره کړې دي. 

تازه د روغتيا نړيوال سازمان هم په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د دوی ازموينو په ګوته کړې ده چې کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس د چين په لابراتورونو کې نه دی جوړ شوی.