روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې دا دې چې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې له دوه مېلېونه ډېر کسان په دغه وژونکي ويروس اخته شوي دي او د هر ساعت په تېرېدو سره دغه شمېر لا پسې پورته کيږي.
کوېډ-۱۹ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ۱۳۷ زره کسانو ژوند اخېستی او ۵۰۰ زره کسان له درملنې وروسته له کوېډ-۱۹ جوړ شوي دي. امريکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس اخته کسانو او مړو شمېرې له بل هر هېواد په کې لوړې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان په شمول ملګري ملتونه، د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک، اروپايي ټولنه او نورې نړيوالې ادارې، د هېوادونو له حکومتونو سره يو ځای د کرونا ويروس سره پر مبارزې اخته دي خو تر اوسه دغه ويروس پيزوان شوی نه دی.
وروستي