د کرونا په خپرېدو سره د امازون شرکت مشر جېف بیزوس ۲۴ میلیارد ډالره ګټه وکړه 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، امازون نړيوال شرکت دی چې ان لاين خرڅلاوو کوي. دغه شرکت د نړۍ په اکثر هېوادونو کې دفترونه لري او نېږدې په ان لاين بازار کې له بل هر شرکت وړاندې دی. 

وروسته له هغې چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې  د کرونا ويروس د مخنيوي په پار ګرځبنديز او قرنطين اعلان شو، نو د ان لاين بازار غوښتنې هم ډېر شوې دي. په تېرو نېږدې دوه مياشتو کې خلکو انټرنېټي سودا اخېستي چې په پايله کې يې د دغه شرکت عوايد لوړ شوي دي. 

د امازون شرکت مسوولين وايي چې  دوی په زرګونه نوي کارمندان وروسته له هغې په دندو وګمارل چې د خلکو غوښتنې ډېرې شوې او همدا ډول د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته امازون ۲۴ مېلېارده امريکايي ډالر ګټه کړې ده. 

له امازون وراېخوا، نړۍ کې ډېر هغه شرکتونه چې ان لاين يا انټرنيټي خرڅلاوو کوي په دې وروستو کې يې کارونه ښه شوي او عوايد يې لوړ شوي دي.