يو بل افغان ډاکټر هم د کرونا ويروس له امله ومړ 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس د اقبال عمري په نوم يو افغان ډاکټر چې په کرونا ويروس اخته وو نن روځ ومړ. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې نوموړی په کور کې د تجرید په خونه کې و چې تېره ورځ یې وضعیت نازک او روغتون ته یووړل شو. ډاکټر اقبال عمري د ماشومانو د جراحي متخصص او درېیم ډاکټر و چې د کرونا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له دې وړاندې د محمد حنيف او محمد يوسف اريوبي په نوم دوه افغان ډاکټران د کرونا وژونکي ويروس له امله مړه شوي وو.