روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر سر د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ټيمونو ترمنځ د راپورته شوي سياسي هوکړې هڅې روانې دي. پخوانی ولسمشر حامدکرزی، عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورې سياسي څېرې دغه منځګړېتوب کوي.
يو شمېر سرچيني وايي چې جنرال عبدالرشيد دوستم په واک کې د عبدالله عبدالله د شريکو کولو ترڅنګ د مارشالۍ رتبې او د پوځ اعلی سرقومندانۍ د مرستيالۍ غوښتنې کړې دي، خو د نوموړي نېږدې کسان په دې اوه بې خبري ښيي.
له دې وړاندې د بشير احمد ته ينج په نوم د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند وياند ويلي وو، چې دوی ته د ولسمشر غني د ټيم له خوا د وزارتونو، پيسو او نورو څوکيو وړاندېزونه شوي خو دوی رد کړي دي.
وروستي