هېواد کې ۷۰ کسان تازه په کرونا اخته شوي؛ ټول - ټال شمېر ۷۸۴ ته ورسېد 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار د مالوماتو پر اساس تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بيلا بيو ولايتونو کې د کوېډ-۱۹ ۷۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس؛ کسان په کابل، ۲۲ هرات، ۳ کندهار، ۳ غزني، ۲ میدان وردګ، ۲ کنړ، ۲ ننګرهار، او یو یو په فاریاب، ارزګان، نیمروز او بغلان ولایتونو کې په کرونا اخته شوي دي.

د وزارت د شمېرو پر بنسټ  افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ کسانو ته ورسېده. تېره ورځ دغه وزارت ويلي وو، چې ۲۲ کسان له کرونا ويروس مړه شوي او ۳۸ نور رغېدلي دي.