شعیب اختر: رمضان کې شيطانان تړل کيږي خو کرونا ويروس له شيطانانو وړاندې انسانان وتړل 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چتک توپ شړونکي شعیب اختر وايي چې  کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د نړۍ خلک تړي او بيرون له بدو يې ساتلي دي. 

شعیب اختر ليکلي دي چې کرونا ويروس د رمضان مبارکي مياشتې سره هم مهاله نړۍ کې خپور شو او د اسلام مبارک دين  اړوند دغه مبارکه مياشت کې شيطانان تړل کيږي چې د انسانانو د بدو کړنو لامل نه شي خو سږ کال له شيطانانو وړاندې انسانان تړل شوي دي. 

د کرونا ويروس د قرنطين پر مهال د نړۍ مشهور سپورتي لوبغاړي او فلمي ستوري هم خپلو کورونو او استوګن ځايونو کې بند دي، چې د خپل ژوند عجیبې صحنې له خپلو مينوالو سره شريکوي. 

د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور فلمي ستوري هم  بيا د قرنطين پر مهال د کور کارونو، پخلي او يا هم صفايۍ انځورنه او ويډيو ګانې پر ليکه کوي او زياتوي چې په دې سره خپل بوخت پخوانی مهال وېش پوره کوي.