
روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د نن ورځې وروستيو شمېرو پر اساس نړۍ په کوېډ-۱۹ د اخته کسان شمېر له يو مېلېون، نهه لکه او شل زره پورته شوی دی. تر اوسه د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې يو لک، ۱۹ زره ۵۰۰ کسان د دغه مرګوني ويروس له امله مړه شوي دي.
همدا ډول څلور لکه پنځوس زره کسان درملنه شوي او رغېدلي دي. امريکا د مړينې لوړې شمېر لري چې يوازي لس زره کسان يې په نيويارک ښار کې د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.
افغانستان کې بيا تر پرون ورځې پّ کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۶۶۵، د مړو شمېره ۲۱ او د درملنه شوي کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی وو.