عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته خپله طرحه  وسپارله

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د عبدالله عبدالله نېږدې کسان وايي چې ولسمشر غني ته يې د يو ټول - ګډ حکومت طرحه سپارلې ده او تر اخيره به له همدغه طرحې ملاتړ او دفاع کوي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اجرايي صلاحيت ورکړه او د حکومت په کابينه کې ۵۰ سلنه ونډه هغه څه دي، چې د ثبات او همپالنې ټيم په خپلې طرحې کې وړاندې کړي دي. د عبدالله عبدالله طرحه د ملي يووالي پخواني حکومت ته ورته جوړښت لري. 

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د عبدالله عبدالله سره د دوی د خبرو تائيد کوي او زياتوي چې تر اوسه د يوې سياسي هوکړې په پار څلور ځلې ناستې شوې دي. 

هغه څه چې ولسمشر محمد اشرف غني ور سره مخالفت ښيي ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اجرائيه ځواک ورکول دي، چې دغه چاره د هېواد اساسي قانون سره په ټکر کې ده.