د پاکستان يوه جنګي جېټ الوتکه نسکوره شوې او دوه پېلوټان په کې وژل شوي دي 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د پاکستان پوځ په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې نن ورځ يې کجرات کې يوه جېټ جنګي الوتکه  لوېدلې ده. د پوځ په خبرپاڼه کې د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ګوته شوی. 

ويل شوي  دي چې دغه جېټ الوتکې تمرينې الوتکې تر سره کولې چې د عمر په نوم لارښوود پېلوټ او د فيضان په نوم محصل پېلوټ؛ دواړه په کې وژل شوي دي.