روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، له چين خپور شوی کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ اوس مهال د افغانستان په شمول د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې ۱،۷ مېلېونه کسان پرې ککړ دي او تر يو لک ډېر نور يې وژلي دي.
د افغانستان عامې روغتيا وزارت د نن ورځې تازه شمېرې ښيي چې ۶۶۵ کسان په دې ويروس اخته شوي دي، ۳۸ ترې رغېدلي او د ۲۱ نورو ژوند يې اخېستی دی.
که څه هم عامې روغتيا وزارت هېواد کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو د کم شمېر په اړه خوښ دي او د نورو هېوادونه په پرتله افغانستان کې د دغه ويروس د خپرېدو د مهار وايي، خو له خلکو سره اندېښنه دا ده چې ښايي افغانستان کې ډېر کسان په کرونا اخته وي خو د تشخيص اسانيتاوو د نشتون له امله په کرونا ټول اخته کسان نه دي تشخيص شوي.
خلکو سره د عامه پوهاوی د کموالی پر اساس ډېر کسان هڅه کوي چې د قرنطين او په روغتون کې د پاتې کېدو او يا ککړ چاپيريال کې په ويروس د اخته کېدو ويرې معاينه ونه کړي.
عامې روغتيا وزارت هم تر يو بريد دغه اندېښنې مني او زياتوي چې دوی تر ډېره عامه پوهاوی تر سره کړی او روغتيايي اسانتياوې يې رامنځخ ته کړې دي.
وروستي