روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د عامې ورغتيا وزارت وياند وحيد مايار نن ورځ يوې خبري ناسته کې وويل چې هېواد کې تېره ورځ ۵۸ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد.
دغه ۵۸ پېښې چې ۲۸ يې په کندهار، ۱۳ په کابل، ۷ په هلمند، ۶ په نيمروز او ۳ په تخار ولايت کې ثبت شوي دي.
همدا ډول تر اوسه ۲۱ کسان له کرونا ويروس مړه شوي دي او ۳۸ نور ترې جوړ شوي دي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته