په کرونا ککړ د انګلستان لومړی وزير له روغتون رخصت شو 

روهي (يوه نۍ/۲۴ دوري)، د انګلستان ۵۵ کلن لومړی وزير بورېس جانسن چې په کرونا ويروس ککړ شوی او وضعيت يې بېړنی شوی وو، له روغتون رخصت شوی دی. 

نوموړي تر لسو ورځو قرنطين وو خو وروسته يې وضعيت بېړنی، روغتون کې بستر چې ورپسې بېړنی خونې ته ولېږل شو، خو اوس يې ورغتيايي وضعيت ښه بلل شوی او رخصت شوی دی. 

د انګلستان حکومتي چارواکو ويلي دي چې تر يوې مودې به لومړی وزير بورېس جانسن په خپل استوګن ځای کې استراحت کوي او دندې ته به نه ځي.