افغانستان کې د کوېډ-۱۹ مثبتې پېښې ۶۰۰ ته ورسېدې 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار نن ورځ په يوې رسنيزې ناستې کې وويل چې د وروستيو پېښو په ثبت سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر شپږ سوه ته ورسېد. 

نوموړي زياته کړې، "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دی سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۶۰۰ ته رسيږي." 

د هېواد عامې روغتيا وزارت په تکرار ډول له هېوادوالو غوښتي، چې د کرونا ويروس درملنه ستونزمنه ده او په کار ده چې خلک يې پر ځای وقايي چارې پيل کړي او په خپلو کورونو  کې پاتې شي.