د ولسمشر غني په فرمان سل نور طالب بنديان هم خوشي شول 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)،  نن ورځ سل نور طالب بنديان هم د بګرام له زندان ازاد شول. دا له تېرې يوې اوونۍ دا درېيمه سله کسيزه ډله طالب بنديان دي چې د افغان ولسمشر د فرمان پر سنټ له بند ازاديږي. 

افغان چارواکي وايي چې ياد زندانيان د دوی عمر، د بند مودې او روغتيايي وضعيت په کتو ازاد شوي دي. له دې وړاندې افغان حکومت  دوه ځلې سل - سل طالب بنديان ازاد کړل. 

طالبان بيا وايي، څرګنده نه ده چې خوشي بنديان  ټول طالب زندانان دي او کنه. طالبان نيوکه کوي چې د بنديانو د خوشي کېدو بهير د دوی او امريکا ترمنځ د سولې شوې هوکړې اړوند نه دی.