روهي (نۍ/۲۳ د وري)، کوېډ-۱۹ تر نن ورځې د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې ۱،۷ مېلېونه کسان پر ککړ شوي دي. دغه ويروس د خپرېدو له ورځې بيا تر نن له يو لک ډېر کسان مړه کړي دي او همدا ډول د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې ۳۷۲ زره کسانه ترې روغ شوي دي.
د امريکا متحد ايالت، هسپانيه، ايټاليا، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې په کوېډ-۱۹ د ککړو او ور څخه د مړه شوي کسانو شمېر له نورو هېوادونو لوړې دي.
امريکا کې ۴۸۶۹۹۴، هسپانيه کې ۱۵۷۰۵۳، ايټاليا کې ۱۴۷۵۷۷، فرانسه کې ۱۲۵۹۳۰ او جرمني کې ۱۲۰۱۵۷ کسان په کرونا وژونکي ويروس اخته شوي دي.
همدا ډول امريکا کې ۱۸۰۰۲، هسپانيه کې ۱۵۹۷۰، ايټاليا کې ۱۸۸۴۹، فرانسه کې ۱۳۲۱۵او جرمني کې ۲۶۸۸ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.
وروستي