نړۍ کې پر کرونا ويروس ککړ تر يو نيم مېلېون زيات او مړه سل زره ته ور نېږدې شوي 

روهي (جمعه/۲۲ د وري)، نن جمعه، د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې نړۍ کې تر يو نيم مېلېون ډېر کسان په دې ويروس اخته شوي دي او د مړو شمېر ۹۴ زره کسانو ته رسېدلی دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان له خلکو غواړي چې په کورونو کې قرنطين پاتې شي خو  په ورته وخت کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان بيا خبرداری ورکړی دی، چې په مېلېونه کسان به نړۍ کې بې کاره شي او نړيوال تجارت به سخت وځپل شي. 

دغه سازمان وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ به په سويلي، مرکزي او ختيځه اسيا او همدا ډول به د افريقا لويه وچه کې د بې کارۍ او فقر يو نوې کړۍ رامنځ ته شي. 

تر اوسه د نړۍ هېوادونه نه دي توانېدلي چې د کرونا ويروس د ککړو او مړو کسانو شمېرې را ټېټې کړي، بلکي په هر ساعت کې د نړۍ په ګوټ - ګوټ د تازه پېښو شمېرې رسنيزې کيږي.