د انګلستان د ښکلا ملکه بېرته ډاکټرۍ ته ستنېږي

روهي(جمعه/۲۲ د وري)، د انګلستان د ښکلا ملکې ویلي دا یوه طبیعي خبره وه چې د کورونا وېروس پرمهال د مرستیالې ډاکټرې په توګه خپلې دندې ته را وګرځي. د تنفسي ناروغیو متخصصه باشا موکرجي له هنده، چېرته چې یې د خیر ښېګڼې کارونه کول بېرته برتانیا ته ستنه شوې چې د دې هېواد له روغتیا ملي ادارې سره یو ځای شي.
 
 
باشا اوس ۲۴ کلنه ده او په بوستن پیلګریم روغتون کې خپله دنده راتلونکې اونۍ پیلوي.هغې ویلي تر دې لوړ ویاړ نشته چې هم د انګلستان د ښکلا ملکه وي او هم د روغتیا ملي ادارې په څېر له یوې ویاړلې ملي ادارې سره یو څه مرسته کوي.
 
اغلې موکرجي ویلي تر ټولو لویه اندېښنه یې هغه ډېر فشار دی چې د برتانیا د روغتیا ملي ادارې پر کارکوونکو دی.باشا موکرجي ته د طب په برخه کې له دوه سندونو تر لاسه کولو لږ وروسته د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د انګلستان د ښکلا وټاکل شوه.
 
 
نوموړې د خیر ښېګڼې کارونو په لړ کې د پاکستان په ګډون څو آسیايي هېوادونو لېدنې ته تللې وه.خو کله چې یې په بریتانیا کې د روغتیا په برخه کې د روان کړکیچ په اړه واورېدل نو پرېکړه یې وکړه چې دې برخه کې مرسته وکړي.‌