ولسمشر غني د جمعيت ګوند له مرستيال سره وکتل 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وری)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند له مرستيال کلیم الله نقیبي سره وکتل. کلیم الله نقیبي د جمعيت ګوند د مرستيالتوب ترڅنګ کندهار کې نفوذ سياسي څېره شمېرل کيږي.  

د ولسمشرماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د هیواد د روان سیاسي وضعیت او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

دا لېدن په داسې حال کې کيږي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د حل لپاره هڅې پيل شوي دي او د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي په يو ټوېټ کې ويلي وو، د جوړ جاړي لپاره هڅه کيږي چې محمد کريم خليلي، محمد محقق، دوستم او د عبدالله عبدالله يو شمېر نورو ملاتړو سره به جلا ډول کتنې تر سره شي.