هند کې د کرونا ويروس موټر جوړ شوی 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، هندوستان کې د موټر جوړونې يوې کوچنۍ کمپنۍ داسې موټر جوړ کړی دی چې بيرونۍ بڼه کې د نړۍ کې د خپور شوي کرونا ويروس په ډول ده. اختراع کوونکي وايي چې د دغه کار يې موخه له کرونا ويروس د خلکو ويرول او عامه پوهاوی دی. 

د سوداکار یداو په نوم د دغه موټر يو جوړونکي ويلي دي، چې کرونا ويروس نړۍ نېولې ده، هند کې خپور دی، خو تر اوسه هم خلک ويروه نه احساسوي او کوڅې له خلکو ډکې وي. 

د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې په دواطلب ‌ډول خلکو د کرونا ويروس په اړه مبارزه پيل کړې ده، چې د وقايي وسايلو د وړيا وېش ترڅنګ په عامه پوهاوي خلک د کرونا ويروس په اړه پوهاوي.