 
        	    
                    
                                    
                    روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د کندهار ولايتي مسوولين وايي چې تازه اووه کسان دغه ولايت کې په کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ اخته شوي دي. دې سره د هېوا دغه سويلي ولايت کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳۰ ته ورسېد. 
د کندهار والي وايي چې دغه ولايت کې د کرونا ويروس د خپرېدو يو لامل د کابل او لوېدځو ولايتونو ترمنځ د کندهار لويه لار ده چې مسافرو پرې تګ راتګ کوي او ځيني کندهار کې پاتې کيږي. 
ولايتي اداري نن سهار د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره رسنيزه ناسته را بللې وه او د کندهار ولايت له بډايه خلکو يې وغوښتل چې په دې اسماني آفت کې د خپلو خلکو لاس نېوی او مرسته وکړي. 
په ورته وخت کې د هېواد د عامې ورغتیا وزارت تېره ورځ خبرداری ورکړی چې کرونا ویروس په کابل او ځينو نور ولایتونو کې خوزنده حالت غوره کړی دی.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								