نړۍ کې د کرونا ویروس وروستۍ شمېرې 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، نړۍ کې د کوېډ-۱۹ مرګوني ناروغۍ د ککړو کسانو شمېر له يو نيم مېلېون واوښت. انګلستان او امريکا هغه دوه هېوادونه دي چې تېره ورځ د مرګ شمېر په کې ډېر اوچت وو. 

دغه ويروس د نړۍ په کچه ۸۸ زره کسان مړه کړي دي او همدا ډول ټو-ټال ۳۲۹ زره کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

د چين په شمول سويلي کوريا، نوي زيلانډ او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې مسوولين وايي چې قرنطين او په تګ - راتګ بنديز چې وقايي تدبيرونه ويې کولی شول چې د کرونا ويروس د خپرېدو شمېر را ټېټې کړي.