افغانستان کې د کرونا ويروس د پېښو شمېر  ۴۴۴ ته ورسېد؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ نوې پېښې ثبت شوې 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ويروس ۲۱ مثبتې تازه پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره افغانستان کې د کوېډ-۱۹ شمېر ۴۴۴ ته روسېد. 

د عامې روغتي وزارت وياند وحيد مايار په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ۱۲ په کابل، ۲ بغلان، ۳ غزني، یو یو په لوګر، میدان وردګو، تخار او هلمند ولایتونو کې دي. 

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي چې پلی شوی ګرځبندیز لا سخت او ګړندي شي.

د کورنیو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له کابل ښاریانو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي یواځې هغه کسان کولای شي له کوره بهر راووځي چې په بېړنیو خدماتو بوخت وي.