 
        	    
                    
                                    
                    روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د بنديانو د خوشي کېدو بهير د ځنډ په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 
د حامد کرزي له دفتر څخه روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي شوي دي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په مذاکراتو کې د خنډ له رامنځ ته کېدو اندېښنه او خواشیني څرګندوي او هیله لري چې په هېواد کې د سرتاسري او تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ په پوره دقت او جدیت خبرې بیا پیل شي. 
پخوانی جمهور رئیس همداراز د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره خپل تعهدات عملی کړي."
د يادونې ده چې د طالب بنديانو د خوشي کېدو بهير وروسته له هغې ځنډ سره مخ شو، حکومت وويل طالبان ۱۵ هغه بنديان غواړي چې  خوشي شي کوم چې د دوی مهم قومندانان دي او بيا طالبانو وويل چې حکومت د طالب بنديانو د خوشي کېدو په برخه کې بهانې او ستونزې جوړه وي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								