افغان ډاکټره (سيلمه رحمان) د پاکستاني ناروغانو درملنه کوي، خو پاکستانۍ رسنۍ ورته لا هم افغان کډواله وايي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د جيونيوز په نوم پاکستانۍ رسنۍ د سليمه رحمان په نوم د هغه افغان ډاکټرې د هڅو په اړه ليکلي دي، چې پاکستان کې په کرونا ويروس د اخته پاکستاني ناروغانو درملنه کوي. 

که څه هم د پاکستان چارواکو د سليمه رحمان  کار چې د کرونا ويروس سره په لومړۍ کرښه کې دی ستايلې دي، خو کډوال/کډواله هغه کلمه ده چې افغانان يې نه خوښوي او پاکستانيان يې د سپکاوي په ډول ورته وايي. 

جيونيوز ليکلي دي چې پاکستان کې افغان کدواله سليمه رحمان پاکستان کې د کرونا ويروس ناروغانو په درملنه اخته ده او  دغه ويروس سره د جګړې او مبارزې په لومړۍ کرښه کې ده. 

د يادونې ده چې د کډوال يا مهاجر کلمه افغانستان ته د شوريانو له راتګ  وروسته هغه افغانانو ته پاکستان کې مارول کېدله چې هلته تللي وو.