
روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار نن ورځ کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل چې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيرور په لارښوونه کابل کې د اميري په نوم د يو خصوصي روغتون فعاليت ځنډولی دی.
عامې روغتيا وزارت کې چارواکي وایي تر هغو چې د امیري روغتون د ټولو کارکوونکو د کرونا ویروس معاینات معلومېږي، دغه روغتون به تړلی وي.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې کابل کې د اميري روغتون، حنيف نومي يو تن ډاکټر د کرونا ويروس له امله ومړ.