ولسمشر اردوغان: ترکيه کې ګرځبنديز نه کوو؛ اقتصادي چارې دي په عادي ډول تر سره شي

روهي (څلورنۍ/۲۰د وري)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په دغه هېواد کې ګرځبنديز او قرنطين کولو وړانديز رد کړی. نوموړي ته يو شمېر حکومتي چارواکو د ګرځبنديز وړانديز کړی وو. 

اردوغان ويلي دي چې اقتصادي او نورې ورځنۍ چارې بايد پرته له خنډ - ځنډ تر سره شي. اردوغان ګرځبنديز د خپل هېواد په زيان ګڼلی. 

د ګرځبنديز پر ځای د ترکيې حکومت د استنابول په شمول يو شمېر ښارونو کې په عامو خلکو د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ماسکونه وېشلي دي او همدا ډول يې ټرانسپورټ او يو شمېر نور تګ - راتګ ټاکلی کړی دی. 

ترکيه کې ۳۰۲۱۷  کسان په کرونا ککړ دي او ۶۴۹ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.